دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۴۵
د مطلب کود : 191626
عبدالله : د برېښنا پرې کول د طالبانو هیڅ ستونزه نشي هوارولی
د ملي یووالي حکومت اجراییه رییس، عبدالله عبدالله د کابل په ګډون د هېواد په یوولسو ولایتونو کې د برېښنا د پرې کېدو لامل طالبان بولي.

ښاغلي عبدالله چې نن(دوشنبې د وږي په ۲۵مه نېټه) د وزیرانو شورا له ټاکنو مخکې په وروستۍ ناسته کې خبرې کولې وویل«له بده مرغه چې طالبانو د برېښنا ستنې الوزولي دي.»
د ښاغلي عبدالله په خبره د طالبانو دا اقدام د سولې لپاره د طالبانو له اردې سره هیڅ مرسته نه کوي او د یادې ډلې هیڅ ستونزه به هم هواره نه کړي.
عبدالله عبدالله د وزیرانو شورا په دې ناسته کې د ټاکنو په تړاو هم څرګندونې وکړه اوله ټولو حکومتي کارکوونکو او امنیتي ځواکونو یې غوښتنه په ټاکنو کې نه لاس وهنه وه او خپل بشپړ بې پرې‎والی دې وساتي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcau6n6i49noi1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته