دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۳۰
د مطلب کود : 191606
طالبانو افغانستان کې د سره صلیب کمېټې ته د فعالیت بیا پيلولو اجازه ورکړه
طالبان وايي چې د سره صلیب نړیوالې کمېټې ته یې په افغانستان کې خپلو فعالیتونو بیا پیلولو اجازه ورکړې ده.

د طالبانو یوه ویندوی قاري یوسف احمدي وايي، په قطر کې د دې ډلې د سیاسي استازو او د سره صلیب د نړیوالې کمېټې ترمنځ په خبرو کې، طالبانو له دې کمېټې سره خپله پخوانۍ ژمنه بېرته تازه کړه.
طالبانو د روان کال په حمل میاشت کې اعلان وکړ چې د سره صلیب نړیوالې کمېټې له دوی سره پر ژمنو عمل نه دی کړی او د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو. اېچ. او) د واکسین برخه هم مشکوک فعالیتونه ترسره کوي.
طالبانو تر خپل نفوذ لاندې سیمو کې دغه بین المللي ادارې له فعالیت څخه منع کړې وې او ورته یې ویلي وو چې تر بلې خبرتیا پورې ددغې ادارې د کارکوونکو امنیت نه تضمینوي.
د طالبانو له لوري د دغو ادارو د فعالیت د بندېدو له کبله د ګوزڼ پېښې ډېرې شوي دي.
د اروزګان ولایت روغتیايي چارواکي وایي چې په دې ولایت کې یې د پولیو یوه نوې پېښه ثبت کړه چې ورسره سږ کال په دې ولایت کې په ګوزڼ د اخته کسانو شمېر ۸ تنو ته ورسېد.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciuzazqt1a3q2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته