دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۳۳
د مطلب کود : 191597
ټرمپ: طالبانو داسې لویه تېروتنه کړې چې نپوهیږي سنګه ېې جبران کړي
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پرون شنبه وویل چې، طالبان پوهیږي چې لویه تېروتنه یې کړې او نه پوهیږي چې څنګه یې بېرته جبران کړي.

دا په داسې حال کې دي چې ولسمشر ټرمپ د روان سپټمبر میاشتې په اومه نېټه له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې لغوه کړې ځکه چې دغې ډلې په کابل کې د هغه برید مسؤولیت ومنلو چې د یوه امریکايي سرتېري په ګډون یې ۱۲ کسان ووژل.
ولسمشر ټرمپ په ټویټر کې ویلي، وسله وال طالبان د بل هر وخت په پرتله ډېر ته بریدونو لاندې دي.
ولسمشر ټرمپ وایي: «د یوه غوره سرتیري شمول د ۱۲ کسانو وژل ښه نظر نه و. د خبرو کولو لپاره نورې غوره لارې هم شته. طالبان پوهیږي چې یوه لویه تېروتنه یې کړې او نپوهیږي چې سنګه یې جبران کړي.»
بلخوا د طالبانو یوه پلاوی پرون شنبه روسیي ته سفر کړی ترڅو له افغانستان نه د امریکایي سرتېرو د وتلو د لیرې لید په اړه د سیمې له هېوادون سره خبرې وکړي.
رویټرز خبري اژانس ته په قطر کې د وسله والو طالبانو یوه لوړپوړي چارواکي ویلي، ټاکل شوې له مسکو وروسته به دغه طالب پلاوی چین، ایران او د مرکزي آسیا ځینو نورو هېوادونو ته هم ولاړ شي.
دې ته ورته د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن شنبه په ټویټر کې ویلي چې، د امریکایي او طالب استازو ترمنځ خبرو کې دغې ډلې ته د یوې وړې اډې بدل کې د ټول حکومت سپارلو وړاندیزونه شوي، خو طالب مشرانو رد کړي او د بهرنیو ځواکونو پر بشپړ وتلو یې ټینګار کړی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchwznzq23nwmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته