دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۴۰
د مطلب کود : 191526
چارواکي: افغان ځواکونو د تخار ینګي کلا ولسوالي بېرته نیولې
تخار د والي ویاند جواد هجري وایي، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د تخار ولایت د ینګي کلا ولسوالي بېرته له وسله والو طالبانو نېولې ده.


د جواد هجري په خبره، په ینګي ولسوالۍ د عملیات پرمهال د وسله والو طالبانو د شپږو مشهورو قومندانو په شمول ددغې ډلې ۳۳ وسله وال وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې دي چې وسله والو طالبانو تېره اونۍ په تخار کې ینګي کلا او درقد ولسوالۍ په پرلپسې ډول ونیولې.
سیمه ییز چارواکي د یادو ولسوالیو د سقوط لامل د غیر نظامي تلفاتو مخنیوی بولي او زیاتوي چې افغان امنیتي ځواکونو خلکو او دولتي کارکوونکو ته د مرګ ژوبلې اوښتو د مخنیوي لپاره له دغو ولسوالیو په شاتګ کړی و.
د جواد هجري په خبره، لدې وروسته به افغان ځواکونو په درقد ولسوالۍ عملیات ترسره کوي او زیاتوي چې یاد ولسوالۍ به ډېر ژر د وسله والو طالبانو له شتون نه پاکه کړي
 
https://avapress.com/vdcj8vevmuqehiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته