دخپریدو نیټه :شنبه ۱۶ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۰۲
د مطلب کود : 191203
قطر کې د امریکايي او طالب استازو مذاکرات یو ځل بیا پیل شوي
امریکايي چارواکو او طالب استازو د قطر مرکز دوحه کې یو ځل بیا د افغان سولې په اړه خبرې کړي دي.

دغه مذاکرات چې تېره او وړمه شپه تر سره شوي د زلمي خلیلزاد تر څنګ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قوماندان جنرال سکاټ میلر هم ګډون کړی و.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د «سپټمبر۶مه» پر خپل ټوېټر لیکلي، چې تېره شپه د دغه ډلې د قطر دفتر د مشر ملا برادر او زلمي خلیلزاد، سکاټ میلر او د قطر د بهرنیو چارو د وزیر ترمنځ هم ګډه غونډه تر سره شوه.
طالبانو په دواړو غونډو کې د پرمختګ خبر ورکړی دی:"پرون مو له امریکایې لوري سره دشپي تر دوه نیمو بجو مذاکراتي مجلس در لود او نن ماښام محترم ملا برادر اخند او ورسره هئیت یې له ډاکتر زلمي خلیلزاد، جنرال میلر او د قطر دبهرنیو چارو له وزیر سره ګډ مجلس در لود. دواړه مجلسونه مثبت و او ښه پر مختګ وشو."
د افغان سولې لپاره د امریکا مرکچي پلاوي تر دا مهاله د دغه مذاکراتو په اړه تبصره نه ده کړې.طالبانو هم نه دي ویلي، چې دغه مذاکرات به د څو ورځو لپاره نو دوام وکړي.
د افغان سولې په اړه د امریکايي او طالب استازو نهم دور مذاکرات د تېرې اګست میاشتې پر۳۱مه پای ته ورسېدل.
د یاد پړاو مذاکراتو تر پای ته رسېدو وروسته خلیلزاد وویل، چې د داسې یو توافق په درشل کې دي چې تاوتریخوالی به ورسره راکم شي او خبرو ته به زمینه برابره شي.
نوموړي د سپټمبر پر لومړۍ نېټه له دوحې څخه کابل ته تر رسېدو وروسته له طالبانو سره د امریکا د توافقنامې یوه کاپي ولسمشر غني ته هم وښودله، چې وروسته یې افغان حکومت په اړه د اندېښنې په څرګندولو د وضاحت غوښتنه وکړه.
امریکايي چارواکو تر دا مهاله د یادې توافقنامې په اړه د افغان حکومت د اندېښنې په اړه څه نه دي ویلي.
زلمی خلیلزاد تېره اونۍ پر داسې مهال له طالبانو سره د خبرو په هدف په یو نا اعلان شوي سفر قطر ته ولاړ چې طالبانو په کابل کې د ګرین ویلیج په نوم د بهرنیانو پر کمپ موټر بم او ډله ییز برید وکړ.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbg8b8frhb95p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته