دخپریدو نیټه :شنبه ۱۶ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۵۷
د مطلب کود : 191190
ناپېژاندو وسله والو په پکتیا کې شپږ خبریالان برمته کړي
پرون جمعه ماسپښین مهال شپږ تنه خبریالان چې له پکتیکا ولایت څخه د پکتیا مرکز ګردېز ته د یو روزنیز ورکشاف لپاره راتلل د پکتیا ولایت اړوند د زرمت په سرکۍ سیمه کې، ناپژاندو وسله والو له موټر ښکته کړي او له ځان سره یې بیولي دي.

په سیمه کې د یک تلویزیون د خبریال د خبر له مخې، په بېول شویو خبریالانو کې د کلید راډیو خبریال خیرالدین ذکي، د یاران راډیو ریس اسدالله صمیم، د مېلمه راډیو خبریال الهام، د ملي راډیو تلویزیون خبریال طارق ذکي، د یاران راډیو خبریال وهاب او د پښتون غږ راډیو خبریال راوف زهین له موټر ښکته کړي او له ځان سره یې بېولي دي.
یاده پېښه د پکتیکا امنیه قومندانۍ ویاند شاه محمد ارین تاییدوي
 
https://avapress.com/vdcgyq9qzak9yq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته