راین کراکر چې له دوه زره یولسمه تر دوه زره دولسم پورې په کابل کې سفیر و، ازادي راډیو ته وویل چې دا ډېره خطرناکه ده او د سولې هوکړه لیک زیانمنوي.
جیمز ډابینز چې تر کراکر وروسته تر دوه زره څوارلسم کال پورې د افغانستان سفیر و او بیا له دوه زره دیارلسمه تر څوارلسمه د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وټاکل شو، وایي چې په مسوده کې د سولې لپاره شرایط نه دې چمتو شوي او بهرني ځواکونه باید په افغانستان کې ترهغو پاتې شي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ تړون کېږي.
کراکر، کننګم او ډابینز د هغو نهو امریکایي سفیرانو له ډلې دي چې تیره اوونۍ یې یو ګډ بیان خپور کړ او پکې ویې ویل چې له یوه مخه د پوځیانو وتل باید د نهایي سولې شرط وي، کنه په دغه هېواد کې به کورنۍ جګړه پیل شي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته ویلي وو چې په اصولو کې موافقه شوې.
ده زیاته کړې: موږ له طالبانو سره په اصولو کې په څلورو موضوعاتو کې موافقې ته رسېدلي یوو، د ترورېزم مسئله ده چې څرنګه له افغانستانه امریکا او همکارانو ته یې له هغو سیمو خطر نه وي چې د طالبانو په لاس کې دي، دوهم د بهرنیو ځواکونو د شمېر کمېدل او بالاخره له شرایطو سره د هغوی بشپړ وتل دي، درېیم د بین الافغاني خبرو پيلېدل او څلورم کُلي او دایمي اوربند دی.
خلیلزاد زیاته کړه چې د هوکړه لیک مسوده یې له افغان حکومت سره شریکه کړې ده.
د اوس لپاره نږدې شل زره بهرني سرتېري په افغانستان کې شته او د راپورونو له مخې، د دغو پوځيانو له ډلې له دیارلسو زرو تر څوارلس زرو پورې سرتېرې امریکایي دي.
بهرني پوځیان افغان ځواکونه روزي، سلامشوره ورکوي او ملاتړ یې کوي.
راپورونه څرګندوي چې د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره اتلس میاشتې وخت په نظر کې نیول شوی او دا مسئله د سولې په مسوده کې راغلې ده.
د کابل حکومت چې لوېدیځ یې ملاتړ کوي، وایي چې د متحدو ایالتونو او طالبانو دا هوکړه لیک دا نه تضمینوي چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته که طالبان په خپلو ژمنو عمل ونه کړي، څه به ورسره کېږي.
کراکر چې په دوه زره دوهم کال کې په افغانستان کې د امریکا د متحدو ایالتونو شارژدافیر هم و، ویلي دي چې دا موافقتنامه د امریکا د تسلیمۍ په معنا ده.
نوموړی زیاتوي، د افغان حکومت له حضور پرته یوه معامله چې طالبانو له اوږدې مودې راهیسې ټینګار پرې کاوه، طالبانو ته دا پيغام ورکوي چې په افغانستان کې د متحدو ایالتونو کار پای ته رسېدلی.
بل پخواني امریکایي ډیپلومات کننګهم بیا ازادي راډیو ته ویلي دي چې د امریکا او طالبانو هوکړه لیک د سولې پر ځای له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو تر مسئلې راګرځي.
دی زیاتوي چې خورا ناوړه حالت دا دی چې د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته د حکومت ړنګېدل د کورنۍ جګړې پیلامه ده چې دا ډېره بده تراژیدي ده.
د افغانستان د نویمې لسیزې کورنۍ جګړې دې ته لار پرانیسته چې طالبان واکمنان شي.
پخوانی سفیر ډابینز وایي چې نړیوال ځواکونه باید تر هغه وخت پورې په افغانستان کې پاتې شي چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې موافقتنامه وشي او بیا پلې شي، ځکه چې ښایي بین الافغاني مذاکرات کلونه کلونه دوام پیدا کړي.
بل پخوانی ډیپلومات کراکر وایي، د افغانستان لګښت زیات نه دی، د امریکا د متحدو ایالتونو د کلنۍ بودجې درې فیصده جوړوي او د دې لږو پیسو په بدل کې دا بیمه ترلاسه کوو چې بیا د دوه زره لومړي کال د سپټمبر پېښه تکرار نه شي.
ده د القاعده له لوري پر امریکا ترورېستي بریدونو ته اشاره کوله.
طالبانو د القاعده مشرانو ته د دې بریدونو پرمهال په افغانستان کې پناه ورکړې وه.
کراکر زیاته کړه، د دې پرځای چې موږ یوه جګړه پای ته ورسوو، یوه بله نوې کورنۍ جګړه چې پراخه او خطرناکه ده پيلوو.
طالبانو ویلي دي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو پرته د سولې موافقه نه شي کېدلی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)