دخپریدو نیټه :شنبه ۱۶ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۸
د مطلب کود : 191165
په اسلام اباد کې نن افغانستان، پاکستان او چین یوه ګډه غونډه کوي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وایي، نن په اسلام اباد کې د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران د افغانستان د سولې او له ترهګرۍ سره د مبارزې په ګډون پر بېلابېلو مسایلو خبرې کوي.

ددغه وزارت ویاند صبغت الله احمدي  ته وویل، د نن ورځې (شنبه، وږي ۱۶مه) ناسته د درېیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ د خبرو درېیم پړاو دی.
ښاغلي احمدي وویل: "نن به پر ډېرو مسایلو بحث وشي چې عمده موضوعات یې د سیاسي اړیکو پیاوړتیا، د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته، د ترهګرۍ پروړاندې مبارزه، امنیتي همکارۍ او سیمه ییز اتصال دی."
د درېواړو وزیران ترمنځ د نن ورځې ناستې مشري به د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي کوي.
ددغو درې اړخیزو خبرو لومړی پړاو په ۲۰۱۷ کال کې د چین په مرکز پیکنګ او دوهم پړاو یې تېرکال په کابل کې ترسره شوی و.
 
سرچينه : ازادی رادیو
https://avapress.com/vdciqzazwt1a3z2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته