دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۳ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۵۸
د مطلب کود : 191006
امریکايي دپلوماتان: اول سوله او بیا له افغانستان څخه د عسکرو ایستل
د امریکا د متحدو ایالتونو یو شمېر دپلوماتانو او پخوانیو سفیرانو له طالبانو سره د امریکا د سولې د توافق په اړه خبرداری ورکړی دی.
د امریکا د متحدو ایالتونو یو شمېر دپلوماتانو او پخوانیو سفیرانو له طالبانو سره د امریکا د سولې د توافق په اړه خبرداری ورکړی دی.
دغو سفیرانو په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې باید له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره یو شرط په دغه هېواد کې د جګړې ختمول وي. دوی وایي که داسې ونشي له افغانستان سره د امریکا د همکارۍ په کمېدو سره د وسله والې جګړې پای ته رسیدل به ستونزمن شي.
د امریکا نهوو دپلوماتانو او سفیرانو په یوې ګډې اعلامیې کې دا اندېښنې ښودلې دي. د اتلانتیک شورا د سه شنبې په ورځ (سپتمبر۳- وږي۱۲) دا اعلامیه خپره کړې ده.
په اعلامیه کې راغلي دي: "لا ښکاره نه ده چې له طالبانو سره دې سوله ممکنه وي. طالبانو له ټولو افغانانو سره د سولې د تړون لپاره خپل شرایط نه دي ښکاره کړي. دا ډله له نورو سیاسي ډلو سره هم د کار کومه مخکنۍ تجربه نلري."
په اعلامیې کې همدغه راز ویل شوي دي: "که موږ له افغان حکومت سره خپله همکاري کمه کړو او بین-الافغاني مذاکرات له ماتې سره مخامخ شي، ښايي افغانستان کې داخلي جګړه پیل شي. که دولت متزلزل شي، هغه خلک چې د طالبانو له حاکمیت څخه ښې تجربې نلري، شاید د جګړې لیکو کې ورګډ شي."
دغو دپلوماتو ولسمشر ټرمپ ته سپارښتنه کړې ده چې د سولې تر راتلو پورې دې له افغانستان څخه خپل ځواکونه ونه باسي، خو دا خبره یې کړې ده چې د سولې لپاره د ژمنتیا او ښه نیت لپاره دې باید یو شمېر عسکر وایستل شي او د نورو سرتېرو لپاره دې د وتلو هېڅ جدول ونه ټاکل شي.
د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې له طالبانو سره د سولې د یوې موافقې په درشل کې دي.
امریکايي چارواکي وايي چې که تړون عملي شي په لومړي قدم کې به په شاوخوا ۱۳۰ ورځو کې د افغانستان له پنځو پوځي اډو څخه شاوخوا ۵۴۰۰ امریکايي عسکر ووځي.
امریکا دا مهال په افغانستان کې ۱۴۰۰۰ سرتیري لري چې افغان ځواکونه روزي، سلا مشورې او تجهیزات ورکوي. ولسمشر ټرمپ تېره اونۍ وویل چې د سولې له تړون وروسته به هم په افغانستان کې ۸۶۰۰ عسکر ساتي.
سرچينه : صدای امریکا
https://avapress.com/vdccxsqse2bqox8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته