دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۰ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۱۲
د مطلب کود : 190864
ایران د "ځانګړې بې پیلوټه الوتکې" د جوړولو ادعا کړې
ایران د هغو بې پیلوټه الوتکو نه پرده پورته کړه چې پوځ یې ادعا کوي د استخباراتي اطلاعاتو د راټولولو او د پوځي عملیاتو د کولو توان او ظرفیت لري.

د ایران یو پوځي مقام ویلي د "کیان" په نامه بې پیلوټه الوتکه چې په جیټ ماشین حرکت کوي ددې هیواد د دفاعي ځواکونو د متخصصینو له لورې د یو کال په ترڅ کې طرحه او تولید شوې ده.
ایراني مقامات ادعا لري چې دغه الوتکه کولای شي هر ډول ماموریت ترسره کړي. وايي دا الوتککه کولای شي له زرو کیلو مترو زیات واټن ووهي او خپل هدف دقیق کړي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcd9z0foyt0nj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته