د چمتال ولسوال عبدالمتین خواجه زاده وايي چې تېره ورځ له غرمې مخکې ۱۱ یو سراچه ډوله موټر چې د دغې ولسوال له اړوندو سیمو د مزارشریف په لور په حرکت کې و، د واټ تهڅېرمه په ځای پر ځای شوی ماین برابر و چاودنه وشوه چې په پایله کې یې د دغه موټر ۸ تنه سپرلۍ ووژل شوه.
خواجه زاده زیاتوي چې دغه ماین د طالبانو له خوا د امنیتي ځواکونو د په نښه کولو لپاره ځای پر ځای شوی و، خو ولسي وګړي یې قرباني شول.
بلخوا طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)