دخپریدو نیټه :سه شنبه ۵ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۹
د مطلب کود : 190593
دفاع وزارت: بلخ ولایت شولګري ولسوالۍ کې طالبانو دوه قومناندانان وژل شوی
د افغانستان دفاع وزارت د بلخ په شولګرې ولسوالۍ کې د طالبانو د دوو قوماندانانو د وژل کېدو خبره کوي.

د دغه وزارت ویاند روح‌الله احمدزي تېر ماښام رسنیو ته په دی اړه وویل چې په شولګرې کې د طالبانو نظامي مسؤل مولوي شیرین او نورالهادي له خپلو نورو ملګرو سره د دوشنبې په ورځ د عملیاتو پر مهال وژل شوي دي.
ښاغلی احمدزی وايي: "۴ بجې زموږ هوایي عملیات وو، د شولګرې ولسوالۍ لپاره د طالبانو نظامي مسؤل او له دوی سره یو بل مهم سرګروپ ووژل شول. د دوی ترڅنګ د هغوی ۱۲ تنه نور افراد هم په دې عملیاتو کې وژل شوي دي."
د دفاع وزارت چارواکي وایي له دوو ورځو راهیسې یې د بلخ په ناامنو ولسوالیو کې خپل عملیات ډېر کړي دي.
د دې په خبره په دغو عملیاتو کې د وسله‌والو مخالفینو د وسلو او مهماتو یوه زېرمه هم له‌منځه تللې ده.
طالبانو تر اوسه په دې اړه تبصره نه‌ده کړې.
https://avapress.com/vdccoxqs12bqop8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته