کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سرچینې: غور کې هوایي بریدونو ۶۶ طالب وسله وال وژلي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 5 سنبله 1398 ساعت 10:40

امنیتي ځواکونو د غور ولایت په مربوطاتو کې هوایي بریدونه ترسره کړي چې په پایله کې یې ۶۶ وسله وال طالبان وژل شوي دي.



باوري پوځي سرچینې وایي امنیتي ځواکونو د غور ولایت د شهرک ولسوالی په مربوطاتو کې د دولت ضد مخالفین په نښه کړي دي چې په پایله کې یې څه باندې ۶۸ وسله وال وژل شوي.
وسله والو طالبانو تر دې مهاله د هوایي بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.
غور د افغانستان له نسبتاً امنو ولایتونو څخه شمېرل کیده، خو له څه مودې راپه دېخوا په‌کې د وسله‌‌والو فعالیت زیات شوی دی.
 


د مطلب کود: 190588

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/190588/سرچینې-غور-کې-هوایي-بریدونو-۶۶-طالب-وسله-وال-وژلي

آوا
  https://www.avapress.com