کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دوه انتحاری کوونکې د ۱۶ تنو طالبانو سره په غزنی کې ووژل شو

3 سنبله 1398 ساعت 17:09

د غزنی سیمه ییز چارواکې وایی چی دوه انتحاری کوونکې پاکستانی اتباع د ۱۶ تنو طالبانو سره د امنیتی ځواکونو هوایی بریدونو په ترڅ کې وژل شوی دی.



عارف نوری؛ د غزنی والی ویاند نن یکشنبه(۳ سنبله) د آوا خبرنګار سره په مصاحبه کې وویل چی دا کسان د تیرو څو ساعتونو په لړ کې د خواجه عمری، قرباغ او خوګیانی ولسوالیو کې وژل شوی دی.
نوری زیاته کړه چی دوه تنه انتحاری کوونکې پاکستانی اتباع او د طالبانو غړو څخه هدف ته رسیدو نه مخکې د خوګیانی ولسوالی ده ملای کلۍ کې هوایی بریدونو په ترڅ کې وژل شوی دی.
د غزنی والی ویاند پّ وینا ددی هوایی بریدونو په جریان کې څلور عراده موټران ددی ډلې دا تخریب شوی دی.
طالبانو تراوسه په دی اړه څه نه دی ویلی.
 


د مطلب کود: 190519

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/190519/دوه-انتحاری-کوونکې-د-۱۶-تنو-طالبانو-سره-په-غزنی-کې-ووژل-شو

آوا
  https://www.avapress.com