الجزیره وايي، چې دمګړۍ دواړه خواوې د انتقالي مرحلې په ترڅ کې له افغان حکومت نه د متحده ایالاتو پر ملاتړ بحث کوي.
امريکا متحده ايالاتو او طالبانو تر دې دمه د دغه خبر په اړه په رسمي توکه غبرګون نه دی ښودلی.
د یاونې وړ دی چې اوس مهال په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د افغانستان شخړې د حل لپاره د مذاکراتو نهم پړاو جریان لري.
د راپورونو له مخې په دې روان پړاو کې به د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه هم لاسلیک شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)