دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۱ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۱۳
د مطلب کود : 190407
د وحدت اسلامي ګوند مشر محمد محقق له ثبات او همپالنې ټاکنیز ټکټ سره یو ځای شو
جهادي مشر او د اسلامي وحدت ګوند رهبر محمد محقق د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ له ثبات او همپالنې ټاکنیز ټکټ سره یوځای شو

د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټکت او د محمد محقق په مشرۍ د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند له لوري ېوه ګډه اعلامیه خپره شوې چې له مخې یې د ۱۳۹۸ کال په ټاکنو کې له ثبات او همپالنې ټاکنیز ډلې سره د یاد ګوند د یو ځای کېدو خبر ورکړل شوی دی.
په اعلامیه کې ویل شوي:” د ډاکټر عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم او د استاد جاجي محمد محقق په مشرۍ د افغانستان اسلامي وحدت ګوند، د هېواد اوسني حساس وضعیت ته په کتو، د ملي یوالي د پیاوړتیا او د یوه پیاوړي، متحد او سرلوړي افغانستان  لپاره د سترو مسولیتونو د ترسرکو په خاطر پرېکړه کړې چې د ۱۳۹۸ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې ګډه ټاکنیزه مبارزه وکړي”.
محمد محقق ته د یوې نږدې سرچینې له قوله ټاکل شوې د اسلامي وحدت ګوند مشر حاجې محمد محقق  به سبا جمعه د یوه خبري کنفرانس په لړ کې له ثبا او همپالنې تیم څخه په رسمي توګه خپل ملاتړ اعلاي کړي.
ښاغلي محقق د محمد حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال ټاکنیز ټکټ دوهم مرستیال وو، چې یاد ټاکنیز ټیم د خپلمنځي اختلافونو له امله سره وپاشل شو او ویې نشوای کړای چې انتخاباتي مبارزه وکړي.
د سولې او اعتدال ټاکنیز ټیم یو شمېر غړي له نورو انتخاباتي ټکټونو سره په خبرو بوخت دي.
خو تر دې مهاله، د ملي محاذ ګوند مشر سید حامد ګیلاني، د ملي پیوند ګوند مشر سید منصور نادري او د جمعیت اسلامي یو شمېر مخکښو غړو لکه محمد اسماعیل خان، محمد یونس قانوني، عطامحمد نور او نورو لا تر اوسه له کومې انتخاباتي ډلې سره د یو ځای کېدو خبره نه ده کړې.
ټاکل شوې د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د روان کال د میزان په  ۶ مه ترسره شي.
له بل پلوه د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د طالبانو له استازو سره د سولې په خبرو بوخت دی، داسي ګنګوسې هم شته چې پربنسټ یې ښایي د ولسمشرۍ ټاکنې وځنډیږي
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgzz9quak9yt4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته