دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۱ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۲۵
د مطلب کود : 190393
کونړ کې دیارلس داعش وسله وال افغان ځواکونو ته تسلیم شوي
د کونړ مرکز اسداباد کې هغه دیارلس کسیزه ‌‌‌‌‌‌ډله چې چارواکي وايي داعش وسله وال دي او افغان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي نن د پنجشنبې په ورځ ( زمري ۳۱مه) خبریالانو ته وښودل شوه.

د کونړ والي عبد الستار میرزکوال، چې د دغو وسله والو د تسلیمۍ مراسمو کې خبرې کولې وویل، چې دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې د کونړ په غازي اباد، نورګل او شیګل ولسوالیو کې فعالیت کاوه.
د کونړ امنیه قوماندان سمونوال شفیق الله سهار هم د دغې ډلې د تسلمیدو غونډې ته په وینا کې پر نورو وسله والو هم غږ وکړ، چې د جګړې دې لاس واخلي.
ښاغلي سهار وویل " زه له ټولو هغو وسله والو چې اوس موږ سره جنګ کوي، غواړم چې راشي او په سوله کې ژوند وکړي، خو که دا کار نه کوي او د پردیو لپاره یې جنګ ته ملا تړلې وې نو هیڅ ځای کې یې نه پرېږدو."
د تسلیم شوې ‌‌‌‌‌‌ډلې مشر مومن رسنیو ته وویل چې د حکومت خلاف جنګ جهاد نه دی او دوی پوه شول چې دا جنګ پردی دی‌، ځکه یې له جګړې لاس واخیست.
هغه وویل" درې کاله کېږي چې له خلافت اسلامي سره وم، ډېرو جګړو کې مې برخه اخیستې ده، خو وروسته پوه شوم چې دا خلک د پیسو او نورو هېوادونو لپاره جنګ کوي، نه د اسلام لپاره."
هغه زیاته کړه "ما غوښتل چې له خپلو ملګرو سره د ازادۍ ورځې ته راشم او دلته یې ښار کې ونمانځم، خو موقع پیدا نه شوه او زموږ راتګ ونه شو، اوس هم خوشاله یم چې راغلم او په سوله کې ژوند اختیاروم."
د کونړ په شپږو ولسوالیو کې د داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې وسله وال شته دی چې ‌‌‌‌‌‌‌‌‌حکومتي چارواکي وايي پر ضد یې وخت ناوخته عملیات هم کېږي.
چارواکي وايي ډېر نور وسله وال هم دې ته حاضر شوې دي چې راشي او د سولې لاره غوره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد له طالبانو سره،نهم پړاو خبرو لپاره دوحې ته روان شوی او تمه کېږي چې د طالبانو او امریکا تر منځ یوې هوکړې ته ورسېږي، خو افغان حکومت وايي داعش هم د افغانستان لپاره لوی خطر دی.
 
سرچينه : صدای امریکا
https://avapress.com/vdcaown6e49noe1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته