دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۱ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۱۵
د مطلب کود : 190390
د مالیزیا له نیګارا بانک سره د مالي معلوماتو د تبادلې هوکړه لیک لاسلیک شو
د دې هوکړه لیک موخه د همکارۍ لپاره د یوې اډانې رامینځته کول، د مالي معلوماتو د تبادلې ګړندي کول، د پیسو وینځلو، د ترهګرۍ د تمویل او نورو اصلي جرمونو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د یو اغیزناکه میکانیزم او همغږۍ رامینځته کول دي.
د افغانستان بانک د پیسو وینځلو او له جرمونو څخه د ترلاسه شویو عوایدو د مخنیوي قانون د ۳۱ مې مادې پر بنسټ، د مالیزیا نګارا بانک د مالي استخباراتو له واحد سره د پیسو وینځلو، د ترهګرۍ د تمویل او د نورو اړوندو اصلي جرمونو په تړاو د مالي معلوماتو د تبادلې په برخه کې د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک کړ.
دا هوکړه لیک د ۱۳۹۸هجري لمریز کال د زمري میاشتې په ۲۸ نیټه، د اسټرالیا په پلازمینه د کانبرا په ښار کې د آرام اقیانوس د ډلې (APG) په کلنۍ ناسته کې لاسلیک شو.
د دې هوکړه لیک موخه د همکارۍ لپاره د یوې اډانې رامینځته کول، د مالي معلوماتو د تبادلې ګړندي کول، د پیسو وینځلو، د ترهګرۍ د تمویل او نورو اصلي جرمونو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د یو اغیزناکه میکانیزم او همغږۍ رامینځته کول دي.
د دې هوکړه لیک پر بنسټ، د افغانستان بانک د مالي معاملو او راپورونو د شننې مرکز او د مالیزیا نګارا بانک د مالي استخباراتو واحد د پیسو وینځلو، د ترهګرۍ د تمویل او د نورو اړوندو اصلي جرمونو د څیړنو په برخه کې د همکارۍ په موخه په اتومات ډول او یا د دواړو اړخونو د غوښتنې په اساس د مالي معلوماتو د راټولولو، شننې، څیړنې او د مالي معلوماتو د تبادلې اسانتیا ته ژمن دي.
د یادونې وړ ده چې د دوه اړخیزو همکاریو په لړ کې، د افغانستان د مالي معاملو او راپورونو د شننې مرکز له دې مخکی هم له بهرنیو ورته ادارو سره د پیسو وینځلو، د ترهګرۍ د تمویل او د نورو اصلي جرمونو د مالي معلوماتو د تبادلې په برخه کې د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchwvnzv23nwxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته