د ایران اسلامی جمهوریت سفارت په کابل کې د یو بیانیه په خپرولو سره هغه برید چی کابل ښار کې یو واده مراسمو کې په لسګونه کسان ووژل او ټپیان کړل، وغندل.
ایران اسلامی جمهوریت سفارت په کابل کې یو واده مراسمو باندی برید وغندل
27 اسد 1398 ساعت 11:05
د ایران اسلامی جمهوریت سفارت په کابل کې د یو بیانیه په خپرولو سره هغه برید چی کابل ښار کې یو واده مراسمو کې په لسګونه کسان ووژل او ټپیان کړل، وغندل.
د بیانیه متن په لاندی توګه دی:
د ایران اسلامی جمهوری سفارت تروریستی برید چی کابل ښار کې د یو واده مراسم کې په لسګونه مظلوم کسان ووژل او ټپیان کړل په سخته توګه وغندل.
دا سفارت د قربانیانو کورنیو ته تسلیت ترڅنګ د ټپیانو لپاره عاجل شفا او افغانستان ملت او دولت سره خپل ژور خواخوږی اعلان کړ.
تیره شپی چاودنې تلفاتو شمیر د یو واده په مراسمو کې برید له امله ۶۳ تنه شهید او ۱۸۲ تنه ټپیانو ته ورسید.
تراوسه کومه ډله ددی برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
ذبیح الله مجاهد د طالبانو ویاند د یو اعلامیه په خپرولو سره په دی برید کې د طالبانو لاس درلودل رد کړی دی.
د مطلب کود: 190165