د غزنی ولایتی شورا غړۍ وویل: طالبان د غزنی قره باغ ولسوالی دشت لاره چی د څو ولسوالیو لاره ده، په ماین ځای پرځای کونې سره تړلی دی.
د طالبانو له لوری د غزنی څو ولسوالیو لاری تړل شوي
26 اسد 1398 ساعت 17:35
د غزنی ولایتی شورا غړۍ وویل: طالبان د غزنی قره باغ ولسوالی دشت لاره چی د څو ولسوالیو لاره ده، په ماین ځای پرځای کونې سره تړلی دی.
خالقداد اکبری، د غزنی ولایتی شورا یو غړۍ د آوا خبرنګار سره په خبرو کې وویل: مسلح طالبان د قره باغ دشت کې امنیتی ځواکونو عملیات شروع کېدنی مخکی، ددی دشت لاره ماین ایښوونو سره د قره باغ ولسوالی ځینو سیمو موټرونو او جاغوری او مالستان ولسوالیو موټرونو تللو او راتللو پر مخ تړلي چی ددی دشت څخه تلل او راتلل ترسره کول.
هغه زیاته کړه: مسافرین ددی لاری تلل او راتلل نه شی کولای او د جغتو ولسوالی دره قیاق لاره هم د طالبانو په کنترول کې ده او کوم پوسته هم په دی لاره کې شتون نه لری.
د قره باغ او مالستان او جاغوری ولسوالیو ځینی اوسیدونکې هم په ټولنیز شبکو کې د قرباغ لاری بندیدو او طالبانو له لوری د مسافرینو آزارولو څخه خبر ورکړي او حکومت څخه د لارو امنیت نه تامینولو څخه نیوکه کړي او دا پوښتنه مطرح کړی دی چی آیا حکومت شتون لری؟
آوا خبرنګار د والی ویاند او غزنی پولیسو قوماندی نظر په دی اړه نه دی ترلاسه کړي او همدارنګه طالبان هم ددی لاری تړل کیدو په اړه څه نه دی ویلی.
د مطلب کود: 190131