خامه پریس ته د را رسیدلې خبر پاڼې په حواله، په دغو عملیاتو کې د اسد الله او فدا په نومونو د وسله والو طالبانو دوه سر ګروپان وژل شوي او یو اندازه وسلې او تجهیزات هم د ملي امنیت ځواکونو لاسته ورغلي دي.
ملي امنیت له لوري په لیږل شوې خبر پاڼه کې ویل شوي چې د غه عملیات د دښمن پر قرارګاوو تر سره شوي ملکیانو ته هیح تلفات نه دي پکې اوښتې.
بل پلوه د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، رسنیو ته په استولې خبر پاڼه کې ویلي چې عملیات د ملکي خلکو په کورونو ترسره شوي په وژل شوو وګړو ګې عام خلک او محصلین شامل دي چې د اختر په رخصتیو کې خپلو کورونو ته راغلی وو