کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغان سولې په اړه د امریکايي او طالب استازو اتم پړاو مذاکرات ختم شول

صدای امریکا , 22 اسد 1398 ساعت 8:54

د افغان سولې په اړه د امریکايي او طالب استازو د مذاکراتي ټېمونو ترمنځ اتم پړاو مذاکرات تېره شپه بشپړه شول.


دغه اتم پړاو مذاکرات چې روانه میاشت پیل شوي وه د دواړو لورو ټېمونو د موافقې په تخنیکي اړخ، میکانیزم او عملي ګامونو باندې کار کاوه.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن دوشنبه د «زمري میاشتې پر۲۱مه» پر خپل ټوېټر یاد مذاکرات ګټور بللي.
هغه همدارنګه ویلي:"موافقه مو وکړه چې د راتلونکو ګامونو په اړه هر لوری له خپل مشرتابه سره مشورې وکړو."
پر همدې مهال د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد افغانانو ته پخپل اختریز پیغام کې هیله ښودلې، چې دا لوی اختر د افغانانو لپاره د جګړې وروستی اختر وي.
نوموړي ویلي، افغانان سوله غواړي او زیاتوي، چې متحده ایالات به دې هدف ته د رسېدو لپاره دوی ترڅنګ ولاړوي.
ښاغلي خلیلزاد ویلي:"موږ پوهېږو افغانان سوله غواړي، موږ به د دوی ترڅنګ ولاړیو، او موږ به د یو خپلواک افغانستان لپاره، چې هېڅ یو هېواد ته ورڅخه ګواښ پېښ نشي، د یو تلپاتې سولې د توافق لپاره هڅې وکړو."

 
 
نوموړي په افغانستان کې د جګړې د ټولو لورو پر مشرانو غږ کړی چې د اختر په مناسبت سولې ته کار وکړي.
اتم پړاو مذاکرات پر داسې مهال پای ته رسېږي، د خبرو د دواړو لورو پکې د پرمختګونو ترڅنګ ډېر ژر هوکړې ته د رسېدو خبر ورکړی و.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم تېره ورځ پخپل اختریز پیغام کې وویل، چې د سولې مذاکرات بېله «قید او شرطه» او سوله په «قید او شرط» سره ده.
هغه وویل،سوله راتلونکې ده، خو ټینګار یې وکړ داسې سوله چې د افغانستان مطلق اکثریت یې غواړي.
محمد اشرف غني وویل:"سوله راتلونکې ده، خو داسې سوله چې مطلق اکثریت افغانان یې غواړي او په خپل خوښه یې غواړي او خپله مذاکرات وغواړي، چې د افغانستان اسلامي جمهوري نظام چې په ټوله نړۍ کې منل شوی دولت دی."
نوموړي یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې افغانان د عزت سوله غواړي، خو زیاته یې کړه چې افغانان هغه سوله نه غواړي چې خلک بې وطنه شي
 


د مطلب کود: 189947

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/189947/د-افغان-سولې-په-اړه-امریکايي-او-طالب-استازو-اتم-پړاو-مذاکرات-ختم-شول

آوا
  https://www.avapress.com