دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۱ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۰۷
د مطلب کود : 189942
امریکا سره طالبانو سولې مذاکراتو اتم دور پای ته ورسید
طالبان اعلان کړي چی امریکایی دیپلماتانو او ددی ډلې نمایندګانو ترمنځ مذاکراتو اتم دور تیره شپه د قطر په دوحه کې پای ته ورسید.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره؛ د طالبانو او امریکا نمایندګان وایی چی د مذاکراتو اتم دور، په ښه توګه مخته تللی دی. ذبیح الله مجاهد د طالبانو ویاند ویلی دی چی د مذاکراتو دا دور، تیره شپه د دواړو لورو ترمنځ پای ته ورسیده.
ددی ډلې په یو اعلامیه کې راغلی دی چی طالبانو نمایندګان تیره شپی تر نیمایی پوری، امریکایی دیپلماتانو سره خپل خبری اتری مخته وړی دی. طالبان دا مذاکرات ګټور ارزولی دی.
ذبیح الله مجاهد د طالبانو ویاند ویلی دی چی دواړو لورو توافق کړی دی چی د راتلونکې اقداماتو په اړه یو د بل سره مشوره وکړی.
د طالبانو دا پیغام په داسی حال کې مطرح کیږی چی زلمی خلیلزاد د امریکا خارجه چارو وزارت خاص نماینده د افغانستان سولې لپاره ویلی دی چی سولې تړون ته رسیدو ته لپاره هڅه کوی.
خلیلزاد خپل توییتر کې ولیکل چی زه پوهیږم چی افغانان د سولې مشتاق دی او د یو پایدار او باعزت سولې تړونه لپاره او ددی لپاره چی افغانستان مستقل وی او نورو هیوادونو ته ګواښ نه وی، هڅه کوم.
دا په داسی حال کې دی چی ولسمشر غنی تیره ورځ (یک شنبه، ۲۰ اسد) اختر لمونځ اقامه وروسته ویلی وو چی حکومت یی خپل قانونی دوری اخیری ورځو څخه تیریږی او نه شی کولای چی د سولې په اړه تصمیم ونیسی.
هغه وویل چی ټاکنې باید ترسره شی او یو باصلاحیت او پیاوړۍ حکومت باید د افغانستان سولې په اړه تصمیم ونیسی.
 
https://avapress.com/vdci53azrt1av32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته