کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالب پلاوي ته د ازبکستان پر هر کلي د افغان حکومت انتقاد

19 اسد 1398 ساعت 14:10

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو د پلاوي څخه د ازبکستان د حکومت هر کلي ته په غبرګون کې، د افغان سولې سره د همکارۍ په برخه کې د دغه هېواد پر نیت شک ښودلی دی.



د دغه وزارت ویاند صبغت الله احمدي د شنبې په ورځ د «زمري میاشتې پر۱۹مه» امریکا غږ ته وویل:"له طالب استازو د ازبکستان د رسمي هرکلي بڼه او د خبرو څرنګوالی، د ازبکستان لخوا د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخاخبرو خبرو ته د زمینې برابرولو نښه نه ده."
نوموړي وايي، افغان حکومت تل د سولې له بهیر سره د نړیوالو، سیمه ییزو او په ځانګړي ډول د ګاونډیو هېوادونو له همکاریو هر کلی کړی، خو ټینګار یې وکړ چې ټول هېوادونه باید د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې بهیر ته احترام وکړي.
ازبکستان د افغانستان یو له هغو ګاونډیو هېوادونو څخه دی، چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د کوربتوب وړاندیز یې کړی دی، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي، چې ملا برادر د بین الافغاني مذاکراتو د کوربتوب په اړه د سمرقند د وړاندیز هرکلی دی.
خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، تر دا مهاله په دې اړه تصمیم نه دی نیول شوی.
افغان حکومت پر داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې د طالبانو د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر د یو طالب پلاوي مشرۍ د «اګست پر۷مه» ازبکستان ته ولاړ.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټوېټر لیکلي، چې یاد طالب پلاوي د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر او نورو چارواکو سره د افغان سولې پر روان بهیر، افغانستان کې د ازبکستان پر اقتصادي پروژو او یو شمېر نورو مسایلو خبري کړي دي.
دغه طالب ویاند ویلي، چې طالبانو ازبکستان ته په افغانستان کې د دغه هېواد د اقتصادي پروژو د امنیت په اړه ډاډ ورکړی دی.
نوموړي همدارنګه زیاته کړې، طالب پلاوي په هغه ځانګړې مېلمستا کې هم ګډون وکړ چې د سمرقند د والي لخوا ورته نیول شوې وه.
پر ټولنیزو رسنیو طالب پلاوي ته د ازبکستاني چارواکو د مېلمستیا د انځورونو خپرېدو چې د ازبکستان محلي موسیقي هم غږول کېږي پر ټولنیزو رسنیو پراخ بحثونه راپورته کړي دي.
 


د مطلب کود: 189865

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/189865/طالب-پلاوي-ته-د-ازبکستان-پر-کلي-افغان-حکومت-انتقاد

آوا
  https://www.avapress.com