د لوګر ولایت په بیلابیلو برخو کې د افغان او ائتلاف ځواکونو د ګډو هوایي عملیاتو پرمهال ۳۴ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
لوګر ولایت کې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې ۳۴ تنه وسله وال طالبان وژل شوي
19 اسد 1398 ساعت 13:30
د لوګر ولایت په بیلابیلو برخو کې د افغان او ائتلاف ځواکونو د ګډو هوایي عملیاتو پرمهال ۳۴ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د ۲۰۳ تند قول اردو چارواکو د یوې اعلامیې په خپرولو سره، د لوګر ولایت په مرکز قلعه عباد، برکي برک ولسوالۍ او د څرخ ولسوالۍ په خارپیچک سیمو کې د ګډو ځواکونو د هوایي عملیاتو پرمهال د ۳۴ وسله وال طالبانو د وژل کېدو خبر وړ کړی دی.
خبر پاڼه زیاتوي چې د دغو عملیاتو پرمهال ۴ وسله وال طالبان ژوبل شوي هم دي.
د مطلب کود: 189858