دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۲۵
د مطلب کود : 189857
د امریکا او طالبانو توافق نهایی متن افغانستان اختیار کې نه ورکړل شوي
صدیق صدیقی، د افغانستان ریاست جمهوری ویاند وایی چی د امریکا او طالبانو توافق نهایی متن، د ولسمشر دفتر اختیار کې نه دی قرار نیولی.

دا اظهارات وروسته ددی صورت نیسی چی یو معتبر سرچینه د افغانستان په حکومت کې وویل چی ددی توافق نامه متن ولسمشر غنی سره شریک شوی دی.
یو سرچینه تیره ورځ امریکا غږ ته وویل: قرار دی د لوی اختر وروسته، د امریکا او طالبانو ترمنځ سولې تړون امضا شی.
په دی حال کې، صدیق صدیقی، د افغانستان ریاست جمهوری ویاند وویل: زه یواځي همدا ریپورتونه او ګزارشونه چی ګویا امریکایان سولې تړون متن او یا ددی تړون نهایی شوی کاپي ګانی داکتر عبدالله او ولسمشر غنی ته استولی دی او هغه کې د ټاکنو ځنډیدو موضوع ذکر شوی دی، ردوم.
ښاغلی صدیقی زیاته کړه چی زلملی خلیلزاد، د امریکا خاص نماینده د افغانستان سولې لپاره، کابل ته خپل اخیر سفر کې، د طالبانو سره تړون ټول اړخونه د ولسمشر غنی سره شریک کړی وو.
ښاغلی صدیقی زیاته کړه: د تړون جزییاتو باندی په مشترک توګه کار شوی دی، ولسمشر ملاحظات درلودل چی دا موضوع د ښاغلی خلیلزاد سره شریک کړ.
د متحده ایالاتو او طالبانو سولې مذاکرات اتم دور شنبه (۳ اګست) په ورځ په دوحه قطر پلازمینه کې شروع شو.
 
https://avapress.com/vdcdkn0f5yt0jj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته