دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۱۲
د مطلب کود : 189853
محقق: په خپل انتخاباتي ټیم کې په پیدا شویو ستونزو اندېښمن یم
د راتلوونکو ولسمشریز ټاکنو د کاندید محمد حنیف اتمر دوهم مرستیال حاجي محمد محقق وايي، دا چې د دوی ټاکنیز ټیم د ځینو لنډ مهاله خنډونو سره مخ شو خواشینی دی.

د جمعې په ورځ «زمري پر میاشتې پر ۱۸مه» د ښاغلي محقق په رسمي فېسبوک پاڼه کې د چا د نوم یادولو پرته لیکل شوي:"دا چې ټېم د ځینو همسفرو یارانو د ناځوانۍ له امله له لنډ مهاله خنډ سره مخ شو خواشینی یم."
هغه د «حزب وحدت اسلامي» په مشرۍ خپلو ټولو پلویانو ته ډاډ ورکړی چې ګوند به یې د افغانستان په قضیه کې د یو اړخ په توګه پاتې شي.
 

محمد محقق پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د محمد حنیف اتمر په مشرۍ د« سولې او اعتدال» انتخاباتي ټېم تېره ورځ د خپلو ټاکنیزو غونډو د ځنډېد خبر ورکړ.
د ښاغلي محقق د مطبوعاتي دفتر مسؤلینو امریکا غږ ته تائيد کړه چې یاده فېسبوک پاڼه د نوموړي رسمي پاڼه ده.
د ښاغلي اتمر د کمپاین دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي، و چې په ټاکنیزو چارو کې د اصلاحاتو راوستلو په اړه د هغوی هلو ځلو نتیجه ورنه کړه، خو نه یې دي ویلي چې څنګه اصلاحات يې غوښتل.
خو د اتمر په مشرۍ د «سولې او اعتدال» ټاکنیز ټېم ویاند قادرشاه تېره ورځ امریکا غږ ته وویل، که وضعیت همداسې دوام پیدا کړي، «دوی ممکن» په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې ګډون ونه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې په یاد ټاکنیز ټېم کې دننه هم د اختلافاتو په اړه راپورونه خپاره شوي دي.
تر دا مهاله دغه ټاکنیز ټېم هیڅ کمپایني غونډه هم نه ده کړې.
 
https://avapress.com/vdcjihevtuqeooz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته