دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۷ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۲۱
د مطلب کود : 189810
د ټيفا نظرپوښتنه: ۵۷ فیصده خلک په انتخاباتو کې د ګډون علاقه نه لري
د افغانستان د شفافو انتخاباتو د بنسټ ټيفا یوه نوې نظرپوښتنه ښيي چې ۵۷ فیصده خلک په انتخاباتو کې د ګډون علاقه نه لري.

د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ ټیفا دغه نظرپوښتنه په ۳۴ ولایتونو کې په انلاین، مخامخ او ګروپي ډول له ۵۲۰۰ تنو سره د مرکو په اساس ترسره کړې چې یوازې ۴۲فیصده خلکو په انتخاباتو کې ګډون ته لېوالتیا ښودلې ده.
ټيفا په دې اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې که د جمهوري ریاست په راتلونکو انتخاباتو کې خلک پراخ ګډون ونه کړي، د انتخاباتو شفافیت او مشروعیت تر پوښتنې لاندې راځي.
د ټیفا مشر محمد نعیم ایوب زاده د پنجشنبې په ورځ د ترسره کړې نظرپوښتنې پایلې له خبریالانو سره داسې شریکې کړې: په دغه نظرپوښتنه کې یو څه چې موږ یې د انتخاباتو د شریک په توګه اندېښمن کړي یوو، هغه په ۳۴ ولایتونو کې له ۵۷ فیصده خلکو سره چې مرکې شوي، دوی ویلي چې موږ په انتخاباتو کې ګډونه نه کوو، نه کاندید ته رأیه ورکوو، دا موږ، د انتخاباتو کمېسیون او د راتلونکو انتخاباتو د شفافیت او مشروعیت لپاره ټکان ورکوونکي دي.

د ټیفا موندنې ښيي چې د کمېسیونونو نه استقلالیت، کم ظرفیتي، پر کمېسیونونو د حکومتي مشرانو او انتخاباتي ټیمونو نفوذ، سولې ته لومړیتوب، د خلکو ناوړه وضعیت، په تېرو انتخاباتو کې پراخ فساد، لوړ امنیتي ګواښ، له ملي وحدت حکومته د خلکو نا خوښي او د نورو بېلابېلو دلایلو له امله یو شمېر خلک په انتخاباتو کې ګډون نه کوي.
په دغه پوښتنه کې سوال شوی چې که رأیې ورکوي، نو په اتلسو کاندیدانو کې به خپله رأیه چا ته ورکوي؟
په نظرپوښتنه کې ۱۳ فیصدو خلکو ویلي اشرف غني، ۹ فیصدو ویلي عبدالله عبدالله، ۷ فیصدو ویلي رحمت الله نبیل او پاتې ۱۳ فیصده خلکو ویلي چې نور پنځلسو کاندیدانوته رأیې ورکوي.
په ورته وخت کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویاند ذبیح سادات تر ډېره دغه نظر پوښتنه سیاسي بولي، نه مسلکي او تخنیکي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccsoqsx2bq448.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته