دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۷ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۵۹
د مطلب کود : 189782
حکمتیار اوسنۍ حکومت غیری اسلامی وبلل، ارګ غبرګون وښود
حکمتیار کاپیسا کې خپل خبرو کې، اوسنۍ حکومت غیری اسلامی وبلل او وویل ترڅو چی خارجی ځواکونه په افغانستان کې وی، امنیت په هیواد کې نه تامین کیږی: ددی حکومت نوم اسلامی جمهوری ایښی دی. جمهوری اسلامی! مرګ او ننګ پر هغه چا باندی چی دا نظام جمهوری اسلامی وبولی.

ګلبدین حکمتیار چی تیره ورځ(چهارشنبه، ۱۶) خپل ټاکنیز تبلیغاتو لپاره کاپیسا ولایت ته تللی وو، ددی ولایت اوسیدونکو په منځ کې د ملی وحدت حکومت سیاستونو څخه په سخته توګه نیوکه وکړه.
حکمتیار کاپیسا کې خپل خبرو کې اوسنۍ حکومت غیری اسلامی وبلل او وویل ترڅو چی خارجی ځواکونه د افغانستان څخه وتلی نه وی، هیواد کې امنیت نه تامین کیږی: ددی حکومت نوم جمهوری اسلامی ایښی دی. جمهوری اسلامی! مرګ او نن پرهغه چا باندی چی دا نظام جمهوری اسلامی وبولی. دا حکومت تور داغ دی اسلام تندی باندی.
هغه وویل چی د حکومت ناتوانیو له امله، په ورڅ کې نږدی دری سوه اوسیدونکی خپل ژوند له لاسه ورکوی: هره ورځ د ۳۰۰ څخه ډیر افغانان وژل کیږی؛ یعنی میاشت کې نږدی لس زره کسان.
خو ارګ ریاست جمهوری، د ښاغلی حکمتیار خبرو په وړاندی غبرګون کې وایی چی هغه د افغانستان نظام څخه کومه پوهه نه لری او حکومت هیچاته اجازه نه ورکوی چی نظام ته سپکاوی وکړی.
صدیق صدیقی، د ولسمشر ویاند په دی اړه وویل: افغانستان حکومت مستقل دی، افغانستان حکومت، جمهوری اسلامی دی! نه یواځی د نن څخه بلکه د کلونو راهیسی. هیڅوک، هیڅ ډله نه شی کولای ددی نظام مشروعیت تر پوښتنی لاندی یوسی.
ټاکنیز تبلیغات، یکشنبه (۱۶ اسد) شروع شوی دی، خو تراوسه د ریاست جمهوری ۱۷ نامزدانو څخه یواځي شپږ نامزدان په رسمی توګه خپل ټاکنیز تبلیغات شروع کړی دی.
 
https://avapress.com/vdcaaon6u49na01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته