کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

نن سهار مقناطیسی ماین چاودنه کې:

په بغلان کې څلور امنیتی ځواکونه وژل شوی او ټپیان شوی دی

14 اسد 1398 ساعت 10:56

بغلان سیمه ییز چارواکې وایی چی نن سهار ۷:۳۰ بجو په شاوخوا د پلخمری شهر نو په سړک کې د مقناطیسی ماین چاودنې له امله یو تن امنیتي ځواکونو څخه وژل شوی او ۳ تنه نور ټپیان شوی دی.



 
احمد جاوید بشارت، د بغلان پولیسو قوماندانی ویاند د آوا خبرنګار سره په مصاحبه کې وویل: مقناطیسی ماین د امنیتی ځواکونو یو رنجر موټر کې چاودنه کړی دی.
د هغه په وینا په دی پیښه کې یو تن امنیتی ځواکونو منسوبینو څخه وژل شوی او دری تنه نور ټپیان شوی دی.
هغه زیاته کړه چی کشفی ځواکونه په سیمه کې حضور پیدا کړی او څيړنې په دی برخه کې جریان لری.
دا په داسی حال کې دی چی ځای پرځآی شوی ماینونه د طالبانو له لوری هر وخت د بغلان امنیتی ځواکونو څخه قربانی اخلی.
 


د مطلب کود: 189569

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/189569/په-بغلان-کې-څلور-امنیتی-ځواکونه-وژل-شوی-او-ټپیان-دی

آوا
  https://www.avapress.com