پېښه نن ۱۱ بجې د کندهار ښار اړوند د اخند صاحب دانې په سيمه کې رامنځته شوې ده.
د کندهار د پوليسو ویاند جمال ناصر بارکزی وايي چې يو وسله وال چې غوښتل يې موټرسایکل بم انتقال کړي، ځای پر ځای ورباندې چاوېدلی چې له امله یې د ښځو او کوچنیانو په ګډون اته ملکي کسان ټپيان شوي دي.
بارکزی وایي چې په چاودنه کې خپله د موټرسایکل انتقالوونکی هم وژل شوی دی.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)