دخپریدو نیټه :شنبه ۱۲ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۴۳
د مطلب کود : 189401
زلمی خلیلزاد: طالبانو سره سولې موافقه غواړو نه امریکایی ځواکونو وتل
دامریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له افغان او پاکستاني لوړ پوړو چارواکو سره تر لیدنې وروسته پرون جمعه د اګست په دوهمه قطر ته روان شوی ټاکل شوي چې نن به د دوحې په وخت لس بجې د امریکایي مذاکراتي ټیم او طالبانو داستازو ترمنځ د سولې خبرې بېرته پیل شي.

د امریکا د بهرنیو چاور وزارت ځانګړي استازي، پر خپل تویټر لیکلي چې موږ د سولې موافقه غواړو، نه د وتلو موافقه، له طالبانو سره د سولې داسې موافقه چې وتلو ته زمینه برابره کړي.
ښاغلي خلیلزاد پر خپل ټویتر زیاته کړې چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پاتې کېدل او وتل په شرایطو پورې اړه لري.
د اتم پړاو د خبرو  تر پېلدو مخکې دواړو لوریو دغه خبري بر خلیک ټاکونکې ګڼلې دي ټاکل شوي په دې پړاو کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې هوکړه هم لاسلیک شي.
https://avapress.com/vdciu3azzt1av52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته