دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۰ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۱۹
د مطلب کود : 189316
خلیلزاد: امریکا د افغانستان د رڼو ټاکنو ملاتړ او مرسته کوي
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړی استازی وایي چې واشنګټن په افغانستان کې د شفافو انتخاباتو ملاتړ کوي او مرسته ورسره کوي.

تمه ده چې زلمی خلیلزاد نن قطر ته ولاړ شي او له طالبانو سره د سولې اتم پړاو خبرې پیل شي.
طالبانو تر اوسه په افغانستان کې د انتخاباتو له ترسره کولو سره موافقه نه ده کړې.
ښاغلي خلیلزاد ازادي راډیو ته وویل چې داسې پرېکړې د بین الافغاني خبرو پرمهال کېدای شي.
ده وویل: هره پرېکړه چې د خبرو پرمهال کېږي، موږ د هغې ملاتړ کوو، خو تر هغو چې هغه فیصله کېږي، موږ د انتخابات حمایت کوو.
د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو ته د ولسشمر اشرف غني او اجراییه رئیس عبدالله عبدالله په ګډون ۱۸ تنو ځانونه کاندید کړي او تمه ده چې دا ټولټاکنې د تلې په شپږمه ترسره شي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdfn0f9yt0js6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته