د ارزګان دغه اوسیدونکې وایی چی دغه لسګونه کسان مرکز ترینکوټ ته د نوی ټاکل سوی ولسوال په مخالفت راغلی وه چې د بیرته ستنیدو پرمهال طالبانو له موټرو کښته کړه.
ارزګان ځینی اوسېدونکی: طالبانو ۴۵ ملکی وګړی د موټرو کښته او ځان سره بېولی دی
9 اسد 1398 ساعت 17:36
د ارزګان دغه اوسیدونکې وایی چی دغه لسګونه کسان مرکز ترینکوټ ته د نوی ټاکل سوی ولسوال په مخالفت راغلی وه چې د بیرته ستنیدو پرمهال طالبانو له موټرو کښته کړه.
د دغو کسانو په وینا یې د نیول سوو کسانو له ډلی یوازی لس تنه راخوشی سوی، خو لاهم ۳۵ کسان د هغوی په واک کې دی.
په وینا یې ګمان کېږی چې حکومت دننه یو شمېر کسانو د هغوی د ۴۵ مسافرو احوال طالبانو ته ورکړی وی، نو ځکه طالبانو د لاری په اوږدو کې د هغوی کسان له ځان سره یوړه.
راغلی کسان ګواښ کوې که یې کسان خوشی نه سی په لاریونو به لاس پورې کړی.
د ارزګان د دهراود ولسوالۍ اوسیدونکې وایې چې وسله والو طالبانو دوه اوونۍ مخکې د یادی ولسوالۍ ۴۵ اوسېدونکې له موټرو کښته کړی او له ځان سره یې بیولې دی.د مطلب کود: 189288