د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي وایي د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د ملانقیب په ډلګۍ د افغان ځواکونو له لوری هدفمند هوایي بریدونه شوي چې پرمهال یې د وسله والو طالبانو یوه قرارګاه ویجاړه شوې، ۷ تنه جنګیالي یې پکې وژل شوي او ۳ تنه ژوبل دي.
د یاد قول اردو مسولینو ویلي چې دغه عملیات تېره شپه ۲بجې د وسله والو طالبانو د دې مهم ډلګۍ مشر په ډله ترسره شوي دي. سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)