دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۱۸
د مطلب کود : 188856
پخواني ولسمشر کرزي د جمهور رئیس ټرمپ وروستۍ څرګندونې افغان ولس ته لوی سپکاوی بللی
د افغانستان خلک د امریکا او پاکستان ترمنځ د پټو معاملو په اړه ډېره اندیښنه لري او دغه اندیښنې یې په وروستیو کې د سولې دخبرو له پیلېدو سره لا زیاتي شوې دي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له دفتره  په خپره شوې اعلامیه کې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په اشارې ویل شوي،” د امریکا جمهور رئیس وروستۍ څرګندونې چې  ویلي یې دي، که وغواړم د افغانستان جګړه په یوه اونۍ کې ختمولی شم، مګر نه غوړام چې لس میلیونه انسانان ووژل شي، او یا دا چې افغانستان په لسو ورځو کې د نړۍ له نقشې ورک کولی شم، د افغانستان خلکو ته لوی سپکاوی ګڼل شوي او په کلکه غندل شوی دی.
په دغې اعلامیه کې د حامد کرزي له خولې ویل شوي:” د ولسمشر ټرمپ دغسې څرګندونې دا ښيي چې هغوی د افغانانو انساني کرامت ته هیڅ ډول درناوی نه لري، دوه کاله مخکې د امریکا حکومت په افغانستان کې د بمونو د مور په استعمالولو سره دا ثابته کړه چې د افغانستان د خلکو په وړاندې ښه نیت هم نلري، هغوی هغه مهال نړۍ ته دا وښوده چې د افغانستان ملي حاکمیت، ملي ارزښتونو او په دې هېواد کې د میشت وګړو بشري حقونو ته هم هیڅ ‌ډول احترم قایل نه دي”.
په اعلامیه کې ویل شوي چې د افغانستان خلک د امریکا او پاکستان ترمنځ د پټو معاملو په اړه ډېره اندیښنه لري او دغه اندیښنې یې په وروستیو کې د سولې دخبرو له پیلېدو سره لا زیاتي شوې دي.
 
https://avapress.com/vdcbswb80rhbwwp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته