دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۰ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۰۶
د مطلب کود : 188716
پاکستان خېبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان سیمه کې ځانمرګی برید ۷ تنه وژلي
د خېبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان سیمه کې پر پولیسو وسله‌وال او ځانمرګي برید پولیسو او ملکي وګړیو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

د ډېره اسماعیل خان ځايي امنیتي چارواکي وايي، نامعلومو وسله‌والو د یکشنبې په ورځ سهار د ډېره اسماعیل خان په کوټله سیدان سیمه کې پر پولیس چیک پوسټ ناتاره ډزې وکړې چې په نتیجه کې یې ۲ پولیس ووژل شول.
د ډېره اسماعیل خان د پولیسو مشر سلیم ریاض له ډان خبري ټلوېزیون سره په خبرو کې ویلي:
"په کوټله سیدان کې پر پولیسو تر برید وروسته چې کله پولیسو وژل شوي پولیس ځايي روغتون ته یووړل، نو د روغتون په دروازه کې پر پولیسو ځانمرګی برید وشو چې لږ تر لږه ۵ کسان یې ووژل او ۲۴ نور یې ټپیان کړل."
د سلیم ریاض په خبره، د ځانمرګي برید په قربانیانو کې ۳ ملکي وګړي او ۲ پولیسان دي.
د ډېره اسماعیل خان روغتیايي چارواکي وايي چې په روغتون کې یې تر برید وروسته د سیمې په ټولو روغتونونو کې ایمرجنسي لګولې ده.
له بلې‌خوا بیا امنیتي چارواکیو رسنیو ته ویلي چې تر برید وروسته یې سیمه محاصره کړې او د پېښې تحقیقات یې پیل کړي دي.
د یادونې وړ ده چې په ډېره اسماعیل خان کې د دغه ځانمرګي برید مسوولیت لا تردې دمه کومې وسله‌والې ډلې پر غاړه نه‌دی اخېستی.
https://avapress.com/vdcgq79q3ak97u4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته