دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۶ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۵۲
د مطلب کود : 188520
طالبانو میدان وردګ کې ۴۲روغتیايي مرکزونه بند کړي ـ سویډن کمېټه
د افغانستان لپاره د سویډن کمېټه وايي، په میدان وردګ ولایت کې پر یو روغتیايي مرکز د افغان ځانکړو ځواکونو تر عملیاتو وروسته طالبانو ورته په یاد ولایت کې د ټولو روغتیايي مرکزونو د تړلو ګواښ کړی.

په میدان وردګ ولایت کې د سویډن کمېټې ۷۷ روغتیايي مرکزونه فعالیت کوي چې، د یادې کمېټې د مسؤلینو په وینا ۴۲ یې په تېرو درې ورځو کې د طالبانو د ګواښ له امله بند کړي دي.
طالبان دا اقدام تر هغه وروسته کوي چې د روانې «چنګاښ میاشې پر ۱۸مه» د دغه ولایت په دایمیراد ولسوالۍ کې د افغان ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پرمهال څلور روغتیايي کار کوونکي ووژل شول.
دغه کمېټې د چهارشنبې په ورځ د «چنګاښ پر ۲۶مه» په یوې اعلامیې کې ویلي، چې په یادو روغتیايي مرکزونو کې هره ورځ د زرګونو کسانو درملنه کېدل چې په تړل کېدو سره یې له ورځې څه باندې ۵۷۰۰ تنه ناروغان له درملنې نه بې برخې شول.
په دغه بیان کې د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د مشرې منسون له قوله ویل شوي:"موږ بېرته د خلکو پرمخ د ټولو روغتیايي مرکزونو د خلاصولو غوښتنه کوو،موږ د جګړې له ټولو اړخونو څخه غواړو چې د روغتیايي مرکزونو د امنیت خوندیتوب ته پام وکړي."
سوېډن کمېټې د روغتیايي مرکزونو تړل کېدل د نړیوالو او بشري حقوقو او قوانینو خلاف بللي او وايي، د بېرته خلاصولو لپاره یې جدي هڅې پيل کړي دي.
د دغه کمېټې مطبوعاتي مسؤل پروېز احمد فیضي هم نن چهارشنبه امریکا غږ ته وویل، چې طالبانو له تېرې جمعې ورځې راپدېخوا ورته د روغتونونو تړل کېدو ګواښونه کول.

د روانې چنګاښ میاشتې پر ۱۸مه نېټه د میدان وردګ ولایت په دایمیرداد ولسوالۍ کې پر روغتیايي مرکز د افغان ځانګړو ځواکونو د عملیات پرمهال څلور روغتیايي کار کوونکي ووژل شول چې پراخ غبرګونونه یې راوپارول.
د دغه ولایت سیمه ییزو چارواکو هم هغه مهال هم له امریکا غږ سره د پېېښې په تائید سره وویل چې دغه عملیات په دایمیرداد ولسوالۍ کې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې شوي دي.
د افغانستان دفاع وزارت هغه مهال وویل، چې دوی په دې اړه څېړنې کوې چې وروسته به یې پایلې له رسنیو سره شریکې شي.
د بشري حقونو نړیوال کمېسیون چې مرکز یې په نیویارک دی پر یاد روغتیايي مرکز د افغان ځواکونو د برید په غندلو سره له افغان څخه وغوښتل چې عملین یې مجازات کړي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcj8oevyuqeoiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته