کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشرغني د افغانستان د اسلامي جمهوریت دارالافتاء د جوړېدو فرمان صادر کړی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 26 سرطان 1398 ساعت 10:12

ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، ولسمشر غني د افغانستان د اسلامي جمهوریت د دارالافتاء د جوړېدو فرمان صادر کړی دی.



په فرمان کې راغلي،:” د افغانستان د اسلامي جمهوریت دارالافتاءدې د شرعي فتواو د صادرولو د یواځینۍ مرجع په توګه تاسیس شي او دغه بنسټ د تشکیل او بودجې له پلوه خپلواک دی”.
خبر پاڼه زیاتوي،:” د دغه فرمان پر بنسټ، د عدلیې وزارت مکلف دی چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د دارالافتاء تقنیني سند له اړوند بنسټونو سره په همغږي ترتیب او پړاوونه یې بشپړ کړي”.
 


د مطلب کود: 188486

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/188486/ولسمشرغني-د-افغانستان-اسلامي-جمهوریت-دارالافتاء-جوړېدو-فرمان-صادر-کړی

آوا
  https://www.avapress.net