دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۹:۲۳
د مطلب کود : 188266
اتمر: حکومت دی حکومتی ادارو کي ښځو جنسي ځورونې لګېدلی تورونه وڅیړي
د سولې او اعتدال ټاکنیز ټیم مشر محمد حنیف اتمر نن د چنګاښ میاشتې په ۲۲مه په ارګ او نورو دولتي ادارو کې د ښځو د جنسي ځورونې او حکومتي ادارو کې د اخلاقي فساد په تړاو د لګېدلو تورونو په اړه یوې اعلامیې کې له حکومت په کلکه غوښتي چې په ارګ او دولتي بنسټونو کې د اخلاقي فساد او جنسي ځورونې لګېدلي تورونه و څېړي.

د سولې او اعتدال ټیم له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي:” له بده مرغه په دې وروستیو کې د کورنیو او نړیوالو رسنیو له لوري داسي راپورونه خپاره شوي چې پر بنسټ یې په دولتي ادارو کې د ښځو د جنسي ځورونې او اخلاقي فساد پر شتون ټینګار شوی دی.له دې امله په ټولنه کې د دې مسئلې په اړه د خلکو اندیښنې زیاتي شوې دي. سره له دې چې په ارګ او نورو حکومتي ادارو کې د جنسي ځورونو او اخلاقي فساد په تړاو د خپاره شوو راپورونو وخت وتلی خو ډېر د خواشینۍ ځای دا دی چې حکومت تر دې مهال نه دی توانیدلی چې دغه موضوع وڅیړي او زمونږ ولسونو ته قانع کوونکی ځواب ووایي”.
په اعلامیه کې ویل شوي چې، د سولې او اعتدال ټیم په حکومتي ادارو کې د اخلاقي فساد او جنسي ځورونې وحشتناکه پدیده په کلکو ټکو غندي او د یوې خپلواکې پلټونکې ډلې له لوري د دې مسئلې د څېړنې غوښتنه کوي.
اعلامیه کې ټینګار شوی لکه څرنګه چې، ځیني لوړ پوړي چارواکي په دې مسئله کې تورن دي، نو د اخلاقي فساد د پیژندنې او له عاملینو سره یې د قانون چلن په خاطر اړتیا ده چې د خلکو باور وړ خپلواک بنسټونه د دغو لګېدلو تورونو په اړه سپیناوی وکړي.
د سولې او اعتدال ټیم مشر محمد حنیف اتمر په داسي حال کې د جنسي ځورونو د لګېدلو تورنو په اړه، د څېړنو او سپیناوي غوښتنه کوي چې په حکومتي ادارو کې د جنسي ځورونې کیسې تر تېرې جوزا میاشتې پورې پټې ساتل شوې وې، خو د ولسمشر یوه مخکني سلاکار جنرال حبیب الله احمدزي په یوه کورني تلوېزیون کې له جنسي ځورونو پرده پورته کړه.
له هغه وروسته د تېرې پنجشنبې په ورځ د چنګاښ په ۲۰ مه یوې نړیوالې رسنۍ هم د حکومت د یوې ښځینه کارکوونکې د جنسني ځورونې را پور، د هغې له خولې د نوم نه ښودلو په شرط خپور کړ. په دغو راپور کې یادې میرمنې د یوه وزارت د وزیر له لوري د هغې د جنسي ځورونې  کیسه کړې ده.
https://avapress.com/vdcg379q3ak97x4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته