کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ناپیژانده وسله والو له لوری:

دری ښځي او دوه کوچنیان په بلخ کې تیرباران شوی دی

22 سرطان 1398 ساعت 13:31

ناپيژانده مسلح وسله والو بلخ ولایت مزارشریف ښار کې یو مسکونې کور ته ننوتي او دری ښځي او دوه کوچنیان په ډزو وژلی دی.



 
د آوا په ګزارش سره، دا پیښه تیره ورځ جمعه(۲۱ سرطان) ماسپښین وروسته ۳:۰۰ بجو په شاوخوا رامنځته شوی دی.
عادل شاه عادل؛ د بلخ پولیسو قوماندی ویاند آوا خبرنګار ته وویل چی مسلح ناپيژانده کسان د "شیما بنت محمدگل" په نامه یوی ښځی کور ته ننوتلي چی مزارشریف اتم ناحیه مربوطاتو کې دشت شور ۱۳ کوڅه کې موقعیت لری او دری ښځی او دوه کوچنیان په ډزو وژلی چی نتیجه کې دری سره ښځي وژل شوی او دوه تنه  کوچنیان ټپيان شوی دی.
د عادل شاه په وینا، شیما ۲۸ کلنه د جوزجان ولایت آقچه ولسوالی اوسیدونکیه او اوس مزارشریف اتم ناحیه کې اوسیده.
هغه وویل تیره ورځ پيښه کې ۲۸ کلنه شیما، سبزه بنت محمد مراد ۳۸ کلنه د شیما خاله او فرشته بنت عبیدالله ۱۸ کلنه وژل شوی ده او حسنا او مرسل دوه کوچنی انجونۍ ټپیان شوی ده.
ښاغلی عادل ددی قتل انګیزه او علت کورنۍ خصومت بللی او زیاته کړه چی ددی پيښی عاملین تیښتې باندی بریالی شوی او اوس پولیس ځواکونه یی په لټه دی.
 


د مطلب کود: 188227

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/188227/دری-ښځي-او-دوه-کوچنیان-په-بلخ-کې-تیرباران-شوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com