د آوا په ګزارش سره، ګلالی نور صافی د سمنګان ښځو چارو رییس د افغان غږ خبرګزاری سره په خبرو کې وویل چی دا انجلۍ تیره ورځ په کانکور آزموینه کې ناکام پاته کیدو خبر اوریدو وروسته، ځان وژنې باندی اقدام وکړه خو بریالی نه شوه او کورنۍ له لوری روغتون ته ولیږدول شوه.
هغه زیاته که: دا انجلی ۱۸ کلنه ده چی سمنګان مرکز کې ژوند کوی نن د خپل کورنۍ له لوری د تداوی لپاره کابل ته ولیږدول شوه چی د هغه نږدی خپلوانو په وینا دا انجلۍ حالت مناسب ښودل شوی دی.
له بل لوری سمنګان مدنی ټولنې فعال وفی الله شاهرخی آوا خبرنګار ته وویل چی دا انلجۍ د خپل کوزدن کورنۍ سره تعهد کړي وه چی یو ښه رشته ته کامیاب کیږی خو هغی د ناکامۍ وروسته ځان وژنې ته اقدام وکړه.
 

ستاسو نظر

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه