دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۰ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۲۰:۲۳
د مطلب کود : 188191
هرات کې د طالبانو سرې قطعې قوماندان وژل شوی
د هرات چارواکي وایي، د افغان امنیتي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې په‌دې ولایت کې د طالبانو د سرې قطعې قوماندان وژل شوی او د هرات لپاره د طالبانو نومول شوی والي ټپي شوی دی.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد رسنیو ته وویل چې په‌دغو عملیاتو کې چې له څلورو ورځو راهیسې د پښتون زرغون ولسوالۍ څخه تر اوبه ولسوالۍ پورې ساحه کې پیل شوي، له پنځوسو زیاتو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې: "یوازې تېره شپه د کفګان په سیمه کې د کوماندو ځواکونو په عملیاتو کې لږ تر لږه ۳۷ وسله‌وال طالبان وژل شوي چې ملا نجیب او صفي‌الله چپات هم په‌کې شامل دي. ملانجیب په هرات کې د طالبانو د سرې قطعې قوماندان و. دغه راز ملا عبدالعزیز انصاري چې د هرات لپاره د طالبانو نومول شوی والی دی، ټپي شوی دی."
فرهاد وایي، دغه عملیات به تر هغو دوام وکړي چې سیمي له طالبانو تصفیه شوي نه‌وي.
طالبانو د دغو عملیاتو او دوی ته اوښتې مرګ ژوبلې د ادعا په اړه څه نه‌دي ویلي.
د راپورونو له مخې طالبانو په‌دې وروستیو کې د هرات په ختیځو ولسوالیو کې خپل فعالیتونه زیات کړي او ځیني وختونه یې پر افغان امنیتي ځواکونو بریدونه کول.
https://avapress.com/vdcdnj0ffyt0jf6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته