کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې پر توپ اچوونکي افتاب عام باندی یوکلن بندیز لګیدلي

20 سرطان 1398 ساعت 16:03

د افغانستان کرېکټ بورډ وایي، د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې پر توپ اچوونکي افتاب عالم د ډیسپلین د نه مراعاتولو له امله یو کال په کورنیو او نړیوالو لوبو کې د لوبیدو بندیز لګیدلی دی.



د کرېکټ بورډ کمیټې له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي،” چې افتاب عالم په نړيوال جام کې له ډسپلين څخه سرغړونه کړې وه، چې له امله يې د کرکټ نړيوالې شورا افتاب عالم له نړيوال جام څخه منع او بېرته هېواد ته راولېږه”.
کرېکټ بورډ د نظم او ډسپلین کمیټه زیاتوي چې د نړيوالې شورا له څېړنو وروسته افتاب عالم مجرم ثابت شوی او د هغوى د شواهدو په رڼا کې د افغانستان د نظم او ډسپلين کمېټې هم په افتاب عالم يو کال بندېز ولګاوه.
د خبر پاڼې له قوله تر راتلونکي يو کال پورې افتاب عالم په هېڅ نړيوالو او کورنيو سياليو کې برخه نه شي اخيستى او همدا راز د يو کال لپاره ورسره د کرکټ بورډ قرارداد هم لغوه شوى دى.
 


د مطلب کود: 188178

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/188178/افغانستان-کرېکټ-ملي-لوبډلې-پر-توپ-اچوونکي-افتاب-عام-باندی-یوکلن-بندیز-لګیدلي

آوا
  https://www.avapress.com