دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۶ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۲۳
د مطلب کود : 187922
کندهار کې افغان ځواکونو سره مخامخ جګړه کې ۲۲ تنه وسله وال طالبان ووژل شو
کورنیو چارو وزارت وایي، د کندهار ولایت په میوند او پنجوایي ولسوالیو کې طالب ترهګرو ته په مخامخ جګړه کې ګڼ ځاني زیاتونه اوښتې.

د کورنیو چارو وزارت د خبر له مخې د کندهار ولایت امنیي قومندانۍ د منسوبینو او وسله والو طالبانو ترمنځ په نښته کې د دوو طالب قومندانانو په ګډون ۱۷ ترهګر په میوند ولسوالۍ کې وژل شوي او ۱۴ ټپیان شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت د بیان له مخې د امنیتي او دفاعي ځواکونو او طالب ترهګر ترمنځ د کندهار ولایت په پنجوايي ولسوالۍ کې هم جګړه شوې په پایله کې ۵ طالب وسله وال وژل شوي او ۳ نور ژوبل شوي دي.
په خبر پاڼه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.
 
https://avapress.com/vdcewf8zwjh8voi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته