دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۶ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۰
د مطلب کود : 187918
طالبان په غزنی کې چاودنې مسؤولیت په غاړه واخیست/ د ښوونځي شاګردان د چاودنې اصلی قربانیان
غزنی سیمه ایز چارواکې خبر ورکړی چی غزنی ښار شامیر سیمه کې ملی امنیت حوزه ته نږدی ځای پرځای شوی موټر چاودنه کړي او طالبان ددی چاودنې مسؤولیت په غاړه واخیست.

عارف نوری، د غزنی والی ویاند نن سهار یکشنبه(۱۶ سرطان( د افغان غږ خبری آژانس خبرنګار سره په خبرو کې وویل: د لومړنیو معلوماتو په اساس چاودیدونکو توکو یو موټر د غزنی ملی امنیت حوزه ته نږدی د غزنی ښار شامیر په سیمه کې چاودنه کړی دی.
د هغه په وینا، ۸ امنیتی ځواکونه او ۴ ملکی وګړی شهید او د ۵۰ څخه ډیر د ښوونځی شاګردانو په ګډون ټپیان شوی دی، د تلفاتو ډیریدو احتمال شتون لری.
په عینی حال کې ذبیح الله مجاهد؛ د طالبانو ویند ددی چاودنې مسؤولیت منلو ترڅنګ ادعا کړي چی په دی چاودنه کې امنیتی او استخباراتی ځواکونه هدف لاندی نیول شوی دی.
یادولو وړ دی چی په دی اخرو کې د طالبانو بریدونه غزنی ښار باندی ډير شوی دی، لکه څنګه چی مخکې هم یو موټر د چاودیدونکو توکو څخه د غزنی قطعه ریزرف په مرکز کې چاودنه کړي چی په کې څو تنه امنیتی ځواکونو شهید او ټپیان شوی وو.
 
https://avapress.com/vdcjvaevouqeohz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته