د ولایت ویاند محمد عارف نوري ته وویل، پهدې برید کې یو تن وژل شوی او له ۲۰ زیات ټپیان دي.
دی وايي، د ملي امنیت د کارکوونکو ترڅنګ د یوه خصوصي ښوونځي زدهکوونکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې او د کنډک د ودانۍ ترڅنګ شاوخوا کورونو ته هم زیانمن شوي دي.
د غزني ښار د ننني چاودنې پړه وسله والو طالبانو پرغاړه اخیستې ده.