دخپریدو نیټه :شنبه ۱۵ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۲۰:۵۰
د مطلب کود : 187901
کندهار مخابراتو او معلوماتی تکنالوژۍ ریاست لپاره نوی رئیس وټاکل شو
نوی ټاکل سوی رئیس په ولایت مقام کی دمعرفت په موخه د کندهار والی حیات الله حیات سره ولیدل نوموړی دمرکزی او ولایتی ادارې د باور کولو څخه دمننی ترڅنګ کندهار والی ته ډاډ ورکړ چی ټول چاری به دقانون په ړڼاکی ترسره کوی او ددې ولایت دخلګو لپاره به د مخابراتو اوټکنالوژۍ په برخه کی نه ستړی کیدونکی هلی ځلی کوی.

 

وروسته نوموړی د ولایت مقام د بشری سرچینو د رئیس له لوری ددې ریاست مامورینو ته ور وپېژندل سو.


دشنبې په ورځ کندهاروالی حیات الله حیات دمخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ دنوی ټاکل سوی رئیس امید الله زهیر سره په لیدنه کی خوښی څرګنده کړه، چی ځوانان په پوره ژمنتیا او وړتیا سره په بیلابیلو برخو کی د هیواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره ورسپارل سوو مسؤلیتونو ته ژمن او په ښه توګه یې سرته رسوی .
کندهار والی وویل، د تکنالوژۍ او الکترونیکی خدماتو په برخه کی کندهار ولایت لا زیاتو او معیاری خدماتو ته اړتیا لری او په دغه برخه کی یې و نوی ټاکل سوی رئیس لارښونه وکړه، څو د خپلو ترلاسه کړو تجاربو څخه پوره استفاده وکړی او کندهاری ولس ته د مخابراتو او معلوماتی تکنالوژۍ په برخو کی لا نوری پراخی او معیاری اسانتیاوی برابری کړی.

نوی ټَاکل سوی رئیس کندهار والی ته ډاډ ورکړ چی ددې ولایت دخلګو لپاره دنوی او معاصری  ټنګالوژۍ او مخابراتی خدمتونه داجنډا دود وولو لپاره به کارکوی هغه په دغه برخه کی دکندهار والی حیات الله حیات څخه هم دمرستی او همکارۍ غوښتنه وکړل
وروسته دکندهار دوالی په هدایت دولایت مقام دبشری سرچینو د رئیس جاوید الله سلطانی له لخوا نوی رئیس دمخابراتو اومعلوماتی ټکنالوژی دریاست مامورینو ته په رسمی توګه ور وپیژندل سو.
جاویدالله سلطانی وویل د مخابراتو او معلوماتی تکنالوژۍ ریاست لپاره نوی ټاکل سوی رئیس امید الله زهیر تر دې مخکی د هلمند ولایت د مخابراتو او معلوماتی تکنالوژی رئیس پاته سوی او اوس د کندهار د مخابراتو او معلوماتی تکنالوژۍ ریاست لپاره د ازادی سیالۍ له لاری بریالی سوی دی.
د کندهار مخابراتو او معلوماتی تکنالوژی نوی رئیس امیدالله زهیر د مرکزی او ولایتی ادارې د باور څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چی د قانون په رڼا کی به د یاد ریاست چاری په ښه ډول مخته وړی.
 
https://avapress.com/vdcbgzb88rhbw9p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته