کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د شیعه علماوو شورا رئیس په کندوز کې په شهادت ورسید

15 سرطان 1398 ساعت 10:27

مسلح طالبان عبدالقیوم انصاری د شیعه علماوو شروا رییس د کندوز په ولایت کې په شهادت ورسول.



د آوا په ګزارش سره، دا پیښه تیره ورځ ماسپښین(۱۴ سرطان) د کندوز ولایت مرکز کې رامنځته شوی دی.
سید سرور حسینی، د کندوز پولیسو قوماندانی ویاند، وایی حجت الاسلام عبدالقیوم انصاری، د کندوز شیعه علماوو شورا رییس، تیره ورځ ماسپښین ددی ولایت بلوچ های الچین په سیمه کې د مسلح طالبانو له لوری د موترسایکل څخه کښته شوي او وروسته په ډزو باندی په شهادت رسولی دی.
تراوسه د هغه وژل کیدو لامل د طالبانو له لوری نه دی ویل شوی.
د شخصیتونو او دولتی چارواکو او غیری دولتی کسانو ترور د تروریستی ډلو له لوری یو معمول امر په حساب راځی.
 


د مطلب کود: 187846

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/187846/د-شیعه-علماوو-شورا-رئیس-په-کندوز-کې-شهادت-ورسید

آوا
  https://www.avapress.com