دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۱ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۹:۰۵
د مطلب کود : 187692
کندهار کې دوه تنه وسله وال ترهګر د پولیسو له لوری نیول شوي
د کندهارامنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی وایی پولیسو ئې د کندهار ښار د اتمی حوزې په مربوطاتو کی د کره استخبارتی معلوماتو پر بڼسټ دوه تنه وسله وال ترهګر او یو شمېر مهمات نیولی دی.

بلخوا هغه وایی، چی د سې شنبې په سهار اته بجې د شپږمی حوزې په سیمه کی یو تن ځانمرګی بریدګړ مخکی له دې، چی هدف ته ورسیږی د پولیسو لخوا پېژندل سوی او له منځه وړل سوی دی.

د کندهارامنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارګزی وایی پولیسو ئې د کره استخباراتی معلوماتو پر بڼسټ د اتمی حوزې په مربوطاتو کی عملیات ترسره کړی، چی په ترڅ کی ئې دوه تنه وسله وال ترهګر د شپږ فیره راکټ انداز مرمۍ او یوه حلقه ماین سره لاس په لاس نیولی دی.
ښاغلی بارګزی وایی نیول سوو کسانو په لومړنیو تحقیقاتو کی پر خپلو کړنو اعتراف کړی او د نورو تحقیقاتو لپاره ئې دوسیې عدلی او قضایی ارګانونو ته سپارل سوی دی.

بلخوا هغه وایی، چی د سې شنبې په سهار اته بجې د شپږمی حوزې په سیمه کی یو تن ځانمرګی بریدګړ، چی غوښتل ئې پر شپږمه حوزه برید وکړی مخکی له مخکی د پولیسو لخوا پېژندل سوی او له منځه وړل سوی دی.
هغه وایی په دې پېښه کی یوه کوچنۍ انجلۍ ټپی سوې دی.
د کندهارامنیه قوماندانۍ مسؤلین د کندهارښاریانو غواړی، چی د دوئ سره د ترهګریزو او جنایی پیښو د مخنیوی په برخه کی همکاری وکړی، ترڅو په ښار او ولسوالیو کی د ترهګریزو او جنایی پیښو مخه ونیول سی.
 
https://avapress.com/vdci3yazrt1avq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته